د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه پيغام په ځينو برخو کې راغلي دي: سيد حسن نصرالله په داسې زمانه کې چې د عربي او اسلامي نړۍ زياتره مشران د بهرنيو فشارونو په وړاندې په خپل دريځ او وياړ سرټيټ شوي وو، د مقاومت فکر يې په سيمه ييزه کچه په ستراتيژيک انډول بدل کړ. هغه په دې باور و، چې د هر حرکت مشروعیت په وسلو او بهرنی ملاتړ کې نه دی، بلکې د خلکو په ملګرتیا او ټولنیزو ریښو کې دی. په همدې اساس یې حزب الله له یوې چریکي ډلې څخه د لبنان او اسلامي نړۍ په سیاسي، ټولنیز او فرهنګي ډګر کې په یوه نفوذي لوبغاړي بدل کړ. دا د هغه هنر و، چې نه یوازې پوځي خوځښت، بلکې په سیمه ییزه او نړیواله کچه یې مدني او اخلاقي خبرې هم وړاندې کړې.
سید حسن نصرالله په دې باور وو چې د هر حرکت مشروعیت په وسلو او بهرنی ملاتړ کې نه دی، بلکې د خلکو په ملګرتیا او ټولنیزو ریښو کې دی.
نصرالله د حزب الله له ظرفيتونو څخه په استفادې سره نه يوازې په پوځي ډګر کې بلکې په ديپلوماتيکو او رسنيزو ډګرونو کې هم د فلسطينيانو ملاتړ وکړ او په نړيوال ډګر کې يې د صهيونېسټ رژيم د منزوي کړ.
د نصرالله لپاره فلسطین یو شعار نه، بلکې یوه عقیده وه. هغه تل ټینګار کړی چې د فلسطین مسله یوازې یوه ځمکنۍ جګړه نه ده، بلکې یوه انساني، اخلاقي او تاریخي مسئله ده چې د اسلامي امت په عزت پورې تړلې ده. د نصرالله په مشرۍ حزب الله د فلسطین د خلکو د ملاتړ او د اشغال په وړاندې د هغوی د مقاومت له اصلي ستنو څخه و.
له صهیونیسټ رژیم سره په جنګ کې د حزب الله داخلیدل چې د الاقصی له جنګه لږ وروسته او د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ کې رامینځته شول د لبنان د مقاومت په تاریخ کې یو بل زرین پاڼی ګڼل کیږی . دا اقدام د موقتي غبرګون په توګه نه، بلکې د یوې اوږدمهاله ستراتیژۍ پر بنسټ ترسره شوی، چې موخه یې د اسرائیلو د یرغلیز ځواک کمزور مول او په غزه کې د نسل وژنې د دوام مخنیوی و.
نصرالله په یوه لیرې تصمیم سره وښودله چې مقاومت لنډمهاله مفهوم نه دی، بلکې یو تاریخي جریان دی چې تل د عدالت په لور حرکت کوي.
نن سبا د مقاومت دښمنان فکر کوي چې د سید حسن نصرالله په وژل کیدو سره د هغه لاره بنده شوې ده. مګر د تل په څیر، دوی د حقایقو په پوهیدو کې د غلطه محاسبې وکړ. د نصرالله په څېر سړي په بدن کې نه، بلکې په فکر کې دي. دا هغه لاره ده چې د مجاهدينو په وينو کښل شوې ده.
د پیغام پای/
Your Comment